افغانستانامنیتپښتو

د افغانستان د اوړو په بازار کې د قزاقستان او روسیې پرتله د… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 10:24:55🎙 راډیو واورئ

د قزاقستان د غلو دانو د پروسس کوونکو ټولنو د بنسټګرو د بورډ مشر یوګین ګان ویلي، ازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې خپل حضور پیاوړی کړی او د قزاقستان او روسیې د صادرونکو ونډه یې راکمه کړې ده. مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو په ولکه کې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د وارداتو او صادراتو اړتیاوې د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې پوره شوې دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړې توګه تورخم او سپین بولدک، وتړل شوې او افغان سوداګر اړ شول چې خپل توکي له بدیلو لارو ولېږدوي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده او ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې موده کې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه د افغانستان واردات ۴۳ سلنه او دغو هېوادونو ته یې صادرات ۷۷ سلنه زیات شوي دي. خو د راپور له مخې، د دې زیاتوالي یوه برخه د پاکستان د پولو له تړل کېدو مخکې هم رامنځته شوې وه. د طالبانو…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 10:24:55

مهالوېش

  1. AF International

    د افغانستان د اوړو په بازار کې د قزاقستان او روسیې پرتله د ازبکستان ونډه زیاته شوې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-15 07:14:49

د افغانستان د اوړو په بازار کې د قزاقستان او روسیې پرتله د ازبکستان ونډه زیاته شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button