ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي — Pajhwok
جلالاباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه کسان مړه، ۱۰ نور ټپیان او سلګونه کورنۍ او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي. د ننګرهار د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د معلوماتو له مخې، د دوربابا ولسوالۍ په وچه لګړه سیمه کې د سختو اورښتونو له امله دوه کسان مړه شوي چې د یوه جسد لا هم ورک دی او د موندلو هڅې یې روانې دي. سرچینې زیاته کړې چې په بټيکوټ، سپینغر، پچیراګام، اچین او مومندرې ولسوالیو کې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې تر درملنې لاندې دي. خبرپاڼه کاږي، د اورښتونو او سېلابونو له امله د بهسودو ولسوالۍ په بحراباد سیمه کې یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی او په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ۸۸ کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي. همدارنګه، ۱۲۷ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي. سرچینې دغهراز ویلي چې د دغو پېښو له امله ۱۲۷ لوی او واړه څاروي هم تلف شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، ۲۸۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه، درې جریبه بڼونه، ۱۲ چینې او کارېزونه، د اوبو درې شبکې او بندونه، څلور کیلومتره سړک، یو پل او پلچک هم زیانمن شوي دي….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي
منابع
Afghan sources
ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي