کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د راروان ژمي پر مهال به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه خلک د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي. د دغو دوو سازمانونو د ګډ راپور له مخې، د روان کال له نومبره د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به د افغانستان شاوخوا ۳۸ سلنه وګړي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ وي؛ دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې له ۱۷.۴ میلیونو څخه لوړ دی. راپور کې راغلي چې له یاد شمېر څخه به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخ شي او د ژوند ژغورلو لپاره به بېړنیو خوراکي مرستو او کرنیز ملاتړ ته اړتیا ولري. د لوږې تر ټولو سخت وضعیت په بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني ولايتونو په کلیوالي سیمو کې اټکل شوی دی. راپور دغهراز کاږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې د ۲۰۲۶ کال په پرتله نږدې ۱۰ سلنه زیاتې شي او شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندې به د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي؛ د دغو پېښو نږدې څلورمه برخه به شدیدې او د ژوند ګواښوونکې وي. په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی په یوازې ځان…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي
Sources
Afghan sources
ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي