Englishافغانستانامنیتغور

منظور احمد پشتین: ترهګرې ډلې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو جوړې کړې… — AF International

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-10-15 22:26:51🎙 Listen to radio

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د هاګ عدالت ډیالوګ کې ویلي، پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي، روزي او بیا د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نامه خلک جبري بې‌ځایه کوي. د پشتین د خبرو پرمهال د اعتراض په توګه د پاکستان استازي له غونډې ووتل. د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۳مه پاکستاني پوځ ویلي و چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې له افغانستان نه توغول شوي اته ډرونونه شنډ کړي دي. که څه هم دغه ډرونونه محدود ویجاړونکی ځواک لري؛ خو کشف یې ستونزمن دی او د دوی سره مقابله د پاکستان پوځ ته د دروند لګښت لامل کېدای شي.فرانس۲۴ وایي، د ۲۰۲۶کال له فبرورۍ راهیسې طالبانو د پاکستان پر وړاندې د اېف‌پي‌وي او همداراز د ثابت وزر لرونکو ډرونونو کارول زیات کړي دي. راپور کاږي، چې دغه کوچني ډرونونه د هاوان مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي لېږدولای شي؛ په داسې حال کې چې لوی ثابت وزر لرونکي ډرونونه د سلګونه کیلومټرو واټن وهلو وړتیا لري.د سپټمبر په ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه میاشت کې یې د افغانستان له خاورې د پاکستان هوايي حریم ته د توغول شویو ۲۳ ډرونونو په اړه طالبانو ته رسمي اعتراض‌لیک سپارلی دی.راپور د بې‌پیلوټه الوتکو د چارو کارپوه مارک ګروزل په حواله لیکي، چې…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-15 22:26:51

Timeline

  1. AF International

    منظور احمد پشتین: ترهګرې ډلې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو جوړې کړې او روزلې دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-15 20:32:02

منظور احمد پشتین: ترهګرې ډلې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو جوړې کړې او روزلې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button