کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ – چې د اپوزېسیون د څو سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف دی- په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ نافذېدو پر ضد د پېښور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړې ده. د راپورونو له مخې، دغه عریضه د ياد غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي، اختر منګل، علامه راجا ناصر عباس او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو لاسلیک کړې ده. له دې مخکې، د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان هم په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ د نافذېدو پر ضد ورته عریضه د پېښور عالي محکمې ته سپارلې وه.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 09:07:03
مهالوېش
-
Pajhwok
خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ پر ضد محکمې ته عریضه شوې ده
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-16 13:34:16
خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ پر ضد محکمې ته عریضه شوې ده