افغانستانامنیتدری

تاجکستان: دوشنبه به د افغانستان د ټیکاو او بیارغونې ملاتړ ته دوام ورکړي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-16 10:30:32🎙 رادیو را بشنوید

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو رییس میرزا شریف جلالوف وايي، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو رغنده هڅو ملاتړ کوي او د دغه هېواد له خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه د دغه سازمان، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان او د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې په ګډه غونډه کې ویلي، د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو ګډ دریځ د بېشکېک په خبرپاڼه کې څرګند شوی. هغه زیاته کړې، د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان پر بیارغونه د یوه خپلواک، بې‌طرفه او سوله‌ییز هېواد په توګه ټینګار کړی چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو پاک وي. د نوموړي په وینا، دغه هېوادونو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ټینګښت لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو د ملاتړ چمتووالی هم ښودلی دی. سعید مرادزاده وايي، د شانګهای همکاریو سازمان ارزونې ښيي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په ټوله کې د کنټرول وړ دی؛ خو لاهم د وضعیت د چټک بدلون ګواښ شته. هغه زیاته کړې، د نړۍوالو مرستو د کمښت او له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ د کمښت په پایله کې د دغه هېواد بشري وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی. د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دغه وضعیت د…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-16 10:30:32

خط زمانی

  1. AF International

    تاجکستان: دوشنبه به د افغانستان د ټیکاو او بیارغونې ملاتړ ته دوام ورکړي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-16 09:14:32

تاجکستان: دوشنبه به د افغانستان د ټیکاو او بیارغونې ملاتړ ته دوام ورکړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button