KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-17 05:32:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربه‌توب د شپږ اړخیزو سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې پیرو ته درې پر صفر ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فوټسال ملي لوبډلې په شپږ اړخیزو سیالیو په لړ کې پیرو ته درې پر صفر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. سرچینې لیکلي، په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، سید مرتضی حسیني او رضا حسن‌پور ګولونو ووهل. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر پر صفر مساوي کړې وه. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د برازیل، جاپان، اندونیزیا، پیرو او کپ‌ورده هېوادونو فوټسال لوبډلې ګډون لري. د یادونې ده، دغه سیالۍ د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې روانې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-17 05:32:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 10:00:32

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button