Healthافغانستاندری

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي — AF International

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-17 10:40:31🎙 رادیو را بشنوید

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۵۲مه غونډه کې، چې د اکتوبر په ۱۷ او ۱۸مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې جوړېږي، د افغانستان ترڅنګ د یمن او سوډان پر کړکېچونو او د اسلامي نړۍ پر سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو هم خبرې کېږي. دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کې پانګونه زیاته شي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.» د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و. خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-17 10:40:31

خط زمانی

  1. AF International

    د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-17 09:27:34

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button