د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو له په پام کې نیولو سره بېپرې خپاره کړي او د هېواد اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنې دې له پامه نهغورځوي. نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې لهخوا د اړمنو وګړو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ پر مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي. ملا برادر ویلي: « دا عادلانه نه ده، چې په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنې له پامه وغورځول شي او یوناما دښمن ته ورته یوازې د منفي اړخونو په لټه کې وي.» د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سېلابونو، زلزلو او زرګونو کورنیو د جبري راستنېدا له کبله ګڼ هېوادوال له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوي دي او د دغو ستونزو اواري ته جدي پاملرنه اړینه ده. نوموړي له شتمنو کسانو، سوداګرو، پانګهوالو، خیریه بنسټونو او نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غوښتي، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره عملي مرسته او همکاري وکړي. دغه راز د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې د افغانانو له ځورولو، ځپلو او اقتصادي محرومولو لاس واخلي. نوموړي د ګاونډیتوب اړیکو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ګاونډي حق پر ګاونډي دا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News