Politicsافغانستانپښتوهرات

فاریاب کې د نږدې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-19 07:07:49🎙 راډیو واورئ

Summary: د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د میمنې ــ المار عمومي سړک دواړو خواوو ته د کانالونو جوړولو ترڅنګ د سړک پراخوالو او قیرکولو چارې د میمنې ښاروالۍ له پراختیايي بودېجې څخه د ۲۶ میلیونه ۹۱۳ زره او ۷۲۲ افغانیو په لګښت پيل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه پروژه د سرې میاشتې ریاست له څلور لارې تر میمنې ــ هرات سړک تر کمربند پورې یو زر ۴۰۰ متره اوږدوالی لري، چې پکې د کانالونو جوړولو ترڅنګ د څلورو او پنځو متره په سور سره د سړک پراخولو او قیرکولو چارې هم شاملې دي.د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د فاریاب مرستیال مولوي نصرت‌الله فیضاني د ساختماني چارو پر معیاري او باکیفیته پلي کېدو ټینګار وکړ او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې ټول کارونه د تخنیکي معیارونو او ټاکل شویو اصولو له مخې په ټاکلي وخت بشپړ کړي.د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو او موټر چلوونکو ته به د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-19 07:07:49

مهالوېش

  1. Bakhtar

    فاریاب کې د نږدې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-19 06:11:01

فاریاب کې د نږدې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button