Summary: په نورستان ولایت کې د ۱۶ میلیونه ۲۲۶ زره افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د «لاس مینځلو پروګرام» تر سرلیک لاندې د پارون په ولایتي روغتون، د وایګل او وانت ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او د پرونس په روغتیايي مرکز کې پلې کېږي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د دوو دهلیزونو، ۱۱ خونو او ۱۴ تشنابونو جوړول، د روغتیايي ودانیو ترمیم، د ۱۰ زره لېټره اوبو د زېرمه کولو په ظرفیت د یوې زېرمې جوړول، د نل لیکو غځول، د لمریزې برېښنا د سیسټم نصب او یو شمېر نورې اړینې چارې شاملې دي.روغتیايي مسوولین وایي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، حفظ الصحې او اړوندو خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره به مناسب چاپېریال برابر شي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په نورستان کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په لړ کې د پارون په مرکز کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پرونس او ډېوې کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
نورستان کې د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
نورستان کې د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې