EnglishPoliticsافغانستان

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر د نړیوالو مرستو پر محدودیت او له سیاسي مسایلو سره د هغو پر تړاو نیوکه کړې

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-10-19 08:05:32🎙 Listen to radio

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر، شهاب‌الدین دلاور، وايي چې دې ادارې ته نړیوالې مرستې ډېرې محدودې دي او دومره نه دي چې د خلکو اساسي اړتیاوې پرې پوره شي. په همدې وخت کې، د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ویلي، چې په وروستیو کلونو کې تر اته میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي او ټول مرستو ته اړتیا لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې غونډې په پای کې، د افغانستان سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۷م څخه تر ۲۰۲۹م کلونو پورې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-19 08:05:32

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر د نړیوالو مرستو پر محدودیت او له سیاسي مسایلو سره د هغو پر تړاو نیوکه کړې

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-19 07:57:16

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر د نړیوالو مرستو پر محدودیت او له سیاسي مسایلو سره د هغو پر تړاو نیوکه کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button