د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر، شهابالدین دلاور، وايي چې دې ادارې ته نړیوالې مرستې ډېرې محدودې دي او دومره نه دي چې د خلکو اساسي اړتیاوې پرې پوره شي. په همدې وخت کې، د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ویلي، چې په وروستیو کلونو کې تر اته میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي او ټول مرستو ته اړتیا لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې غونډې په پای کې، د افغانستان سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۷م څخه تر ۲۰۲۹م کلونو پورې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر د نړیوالو مرستو پر محدودیت او له سیاسي مسایلو سره د هغو پر تړاو نیوکه کړې
Sources
External sources
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مشر د نړیوالو مرستو پر محدودیت او له سیاسي مسایلو سره د هغو پر تړاو نیوکه کړې