د خوړو نړۍوال پروګرام غزه کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره د… — Pajhwok
کابل (پژواک) – د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د بودجې د کمښت له امله په غزه کې خپلې میاشتینۍ خوراکي مرستې کموي، چې له امله به یې شاوخوا ۵۰۰ زره فلسطینیان له دغو مرستو بېبرخې شي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه پروګرام به د میاشتنیو خوراکي مرستو ترلاسه کوونکو شمېر له ۱.۶ میلیونو څخه ۱.۱ میلیون کسانو ته راکم کړي. په راپور کې راغلي چې یاد سازمان د خوراکي مرستو اندازه هم نیمایي ته راکمه کړې، د ۷۵ زره کورنیو نغدي مرستې یې بندې کړې او د ورځې د ګرمو خوړو شمېر یې له ۲۵۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته راټیټ کړی دی. د راپور له مخې، په لرو پرتو او سختو سیمو کې ځینې کورنۍ اوس یوازې یوه ورځ وروسته ګرمه ډوډۍ ترلاسه کوي. د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په غزه کې شاوخوا ۱.۴ میلیون کسان، چې د سیمې د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر هغه ناوړه ناامنۍ سره مخ دي. د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ زره یې په بېړني وضعیت کې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي سرپرست کارل سکاو په غزه کې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې د اوربند له هوکړې یو کال تېرېدو سره سره، په دغه سیمه کې ژوند لا هم ستونزمن دی او خلک مناسب سرپناه، بنسټیزو خدمتونو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د خوړو نړۍوال پروګرام غزه کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره د بودجې پر کمښت اندېښنه ښودلې ده
سرچینې
Afghan sources
د خوړو نړۍوال پروګرام غزه کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره د بودجې پر کمښت اندېښنه ښودلې ده