Politicsافغانستانپښتو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له والي سره وکتل — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-04 12:59:23🎙 راډیو واورئ

Summary: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د پکتیا والي په دغه ولایت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له اغېزمنوکارونو څخه مننه کړې او ویلي یې دي: "د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره د هېواد په ګوت ګوت کې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوې او زموږ ولس ترې ګټه پورته کوي."هغه د پکتیا خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د پاکو اوبو رسولو، پلونو، پلګوټو او کلیوالي سړکونو د جوړولو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده. دغه راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي چې دغه وزارت د پروژو پلي کولو پر مهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. هغه زیاته کړې ده: "موږ تل هڅې کوو چې خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو، چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي."

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-04 12:59:23

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له والي سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 09:54:25

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له والي سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button