EconomyKabulافغانستانپښتو

د افغانستان د امارتي شرکتونو د مشر په تهران کې لیده کاته

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 10:21:12🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د حکومتي شرکتونو د ادارې مشر احمدجان بلال، چې د ایران د تیلو وزارت په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ ايران ته راغلی، په تهران کې ئې د ایران د تیلو وزارت له مرستیال او د ایران د تیلو د تصفیې او تیلي محصولاتو د ملي شرکت له عمومي مشر محمدصادق عظیمي‌فر سره لیدلي. له کابله زمونږ خبریال راپور راکړ، په کابل کې د ايران سفارت په یوې اعلامیې کې ويلي چې په دې ليدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تیلو او تیلي توکو په برخې کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي دي ایران چې د افغانستان د اړتیا وړ نفتي توکو له مهمو برابرونکو هېوادونو څخه دی، په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو هڅه کړې چې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي، چې، ایران، کولای شي د افغانستان د انرژۍ، صنعت، کرنيزو محصولاتو په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي. د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي، د تیلو په برخه کې د افغانستان او ایران د همکاریو پراختیا کولای شي د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو او د انتقال د لګښتونو په کمولو کې مهم رول ولري د اقتصادي چارو بل کارپوه عبدالهادي فرهنګ بیا وايي، چې د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا کولای شي د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 10:21:12

مهالوېش

  1. Parstoday

    د افغانستان د امارتي شرکتونو د مشر په تهران کې لیده کاته

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-15 10:11:14

د افغانستان د امارتي شرکتونو د مشر په تهران کې لیده کاته

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button