Politicsافغانستانپښتو

بامیانو کې د فولادي لرغونې سیمې د استوګنیزې برخې د بیارغونې چارې پیل… — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-19 19:12:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د بامیانو ولایت په مرکز تاجیک فولادي کلي کې د فولادي لرغونې سیمې د استوګنیزې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې. د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس قاري سیدمصطفی صالح باختر اژانس ته ویلي چې په دې پروژه کې د شپږو غوجلو جوړول، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال جوړول او د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک هوارول شامل دي، چې د یونسکو نړۍوال سازمان په همکارۍ پلې کېږي.د نوموړي په وینا، د دې پروژې موخه له لرغونو مغارو څخه د سیمې اوسېدونکو د څارویو اېستل، د لرغونو سیمو د ویجاړېدو مخنیوی او د تاریخي سیمو بیارغونه ده.نوموړي له اوسېدونکو وغوښتل، چې د لرغونو سیمو ساتنې او پالنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.په همدې حال کې، د لومړۍ ناحیې د څلورم ګذر وکیل عزیز احمد انصاري د ورته پروژو پلي کېدل د لرغونو سیمو د ساتنې لپاره مهم ګام وباله او د سیمې اوسېدونکو په استازیتوب یې ژمنه وکړه، چې د تاریخي سیمو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به د اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره همکاري وکړي.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-19 19:12:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بامیانو کې د فولادي لرغونې سیمې د استوګنیزې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-19 10:41:36

بامیانو کې د فولادي لرغونې سیمې د استوګنیزې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button