افغانستانامنیتدری

خالده پوپل: د مکسیکو نړیوال جام باید له سټډیومونو بهر د کډوالو ښځو… — Amu TV

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-04 14:00:01🎙 رادیو را بشنوید

داسې مهال چې نړیوال جام مکسیکو ته کیمرې، پیسې او نړیوال جشنونه راوړي، د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال لوبډلې پخوانۍ کپتانه خالده پوپل یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: د دغه نړیوال پام څومره برخه به د سټډیومونو له دروازو بهر زیانګالو نجونو او کډوالو ته ورسیږي؟ خالده پوپل، چې د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې له بنسټ اېښودونکو څخه ده، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده ووته؛ هغه مهال چې ښځې له سپورټ او ډېری ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې شوې. نوموړې اوس په مکسیکو سټي کې له سیمه ییزو بنسټونو سره یوځای د کډوالو ماشومانو او څنډې ته شویو ټولنو لپاره د فوټبال روزنیز کمپونه چلوي. هغه له دې فرصته په ګټې اخیستنې پر کوربه هېوادونو غږ کوي چې له دغو سیالیو وروسته هم د ټولنې لپاره یو تلپاتې ټولنیز میراث پرېږدي. پوپل له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي: «نړیوال جام په ډېره لږه موده کې پای ته رسیږي؛ خو له هغې وروسته څه؟ پکار ده چې عامه ټولنه هم پاملرنه او ملاتړ ترلاسه کړي.» پوپل په مکسیکو کې د ښځو د فوټبال پرمختګونه وستایل او د نارینه وو په نړیوال جام کې د لومړۍ مکسیکوۍ ښځینه لوبڅارې، کاتیا ګارسیا، حضور یې د نجونو لپاره یو لوی الهام وباله. خالدې پوپل دا نظر په کلکه رد کړ چې ګواکې…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-04 14:00:01

خط زمانی

  1. Amu TV

    خالده پوپل: د مکسیکو نړیوال جام باید له سټډیومونو بهر د کډوالو ښځو لاسنیوی وکړي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-04 04:27:14

خالده پوپل: د مکسیکو نړیوال جام باید له سټډیومونو بهر د کډوالو ښځو لاسنیوی وکړي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button