Diplomacyافغانستانبلخپښتو

په مزارشریف کې د حافظ شیرازي د یاد او درناوي په مناسبت ادبي غونډه جوړه شوه

روان خبرDiplomacyبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 09:32:48🎙 راډیو واورئ

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار، د فارسي ژبې د ستر شاعر حافظ شیرازي د یاد او درناوي په مناسبت د یوې ځانګړې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و او د حافظ د شعرونو، افکارو او د فارسي ادب په بډاینې کې د هغه د رول په اړه یې خبرې وکړې. دا غونډه چې د فردوسي عمومي کتابتون له لوري جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل، ډاکټر سید روح‌الله حسینی هم پکې ګډون درلود. نوموړي په خپلو خبرو کې حافظ شیرازي د سیمې له سترو فرهنګي او تمدني پانګو څخه وباله او ویې ویل، چې د هغه شعرونه لا هم د مینې، زغم، اخلاقو او معنویت پیغامونه له ځان سره لري او د ملتونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره الهام‌بښونکي دي. نوموړی وايي د حافظ د شعرونو ځانګړتیا یوازې په ښکلو کلمو او هنري ترکیبونو کې نه ده؛ بلکې د انسان د ژوند، حقیقت، مینې او معنوي نړۍ هغه ژور مفاهیم دي چې د بېلابېلو نسلونو او کلتورونو زړونو ته یې لاره موندلې ده. د ایران سفارت فرهنګي مسؤل دغه راز ټینګار وکړ، چې حافظ یوازې د فارسي ادب یو ستر شاعر نه دی، بلکې د انساني وجدان تلپاتې غږ دی؛ هغه شاعر چې…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 09:32:48

مهالوېش

  1. Parstoday

    په مزارشریف کې د حافظ شیرازي د یاد او درناوي په مناسبت ادبي غونډه جوړه شوه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-20 09:28:41

په مزارشریف کې د حافظ شیرازي د یاد او درناوي په مناسبت ادبي غونډه جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button