Politicsافغانستاندریکندهار

د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د لسګونه نورو… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-20 19:17:04🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي مقام د حکم له مخې د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۹۱ نورو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو. د کندهار د مرکزي بندخونې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي مقام د تفتیش رئیس مفتي اسلام مسلم ازادو شویو بندیانو ته مبارکي ورکړه او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې له جرمونو څخه ډډه وکړي. ورته مهال، د کندهار د مرکزي بندخونې رئیس مولوي محب‌الله ګرمسیري هم ازادو شویو بندیانو ته مبارکي ویلې او له هغوی یې غوښتي، چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف له کړنو ډډه وکړي او په زندان کې له ترلاسه کړو زده‌کړو او روزنې څخه په ګټې اخیستنې خپلې کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-20 19:17:04

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د لسګونه نورو د بند موده کمه شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 15:21:22

د کندهار له مرکزي بندخونې څخه ۱۴ بندیان ازاد او د لسګونه نورو د بند موده کمه شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button