DiplomacyKabulافغانستانپښتو

حدود ۵۰ جریب زمین در ولسوالی پغمان کابل امارتی ثابت شد — Khaama

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 06:49:12🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ځمکه کې اته قطعې شاملې دي چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې موقعیت لري. سرچینه زیاتوي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د یادې ځمکې موضوع څېړلې او امارتي یې تثبیت کړې وه، خو د اړوندو اشخاصو د نه قناعت له امله، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، یاده دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه. په خبرپاڼه کې راغلي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفترونو له دقیقې څېړنې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ۵۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی. د عدلیې وزارت د تلې په ۲۵مه هم ویلي وو چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۱۲۱ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 06:49:12

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 11:18:02

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button