کابل (پژواک) – د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وایي، په دوبۍ کې یې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس مولوي عبدالحق همکار سره په لیدنه کې د دواړو شرکتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې پلې کېدو په اړه خبرې کړې دي. عزیزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ یې د دوبۍ په خپل دفتر کې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس مولوي عبدالحق همکار سره لیدلي چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ښار ته په رسمي سفر تللی دی. هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژي شرکت ترمنځ د همکاریو د چوکاټ، جزئیاتو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید لویې پروژې په اړه خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده. عزیزي د برېښنا شرکت له عمومي رییس او د دغه شرکت له ټیم څخه مننه کړې چې د عزیزي انرژۍ شرکت د برېښنا تولید له پروګرامه یې ملاتړ کړی او د اړوندو پروژو د پر وخت پلي کېدو کې یې همکاري کړې ده. نوموړي دغهراز د عامه ګټو د لویو پروژو د ملاتړ لپاره د حکومتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د لا نږدې همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی. عزیزي ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
میرویس عزیزي د برېښنا تولید پروژو پلې کېدو کې د افغانستان د برېښنا شرکت له همکارۍ مننه کړې ده
سرچینې
Afghan sources
میرویس عزیزي د برېښنا تولید پروژو پلې کېدو کې د افغانستان د برېښنا شرکت له همکارۍ مننه کړې ده