DiplomacyKabulافغانستانپښتو

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 15:12:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا، ګډو پوځي تولیداتو او ټکنالوژۍ د پراختیا په موخه د «بدر» په نوم هوکړه‌لیک لاسلیک کړ دی. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک نن چهارشنبه (د اکتوبر ۲۱مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د څلورو هېوادونو د دفاعي چارواکو ترمنځ لاسلیک شو. د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د دغه هوکړه‌لیک موخه د پوځي تولیداتو په برخه کې د همکاریو پراخول، د څلورو هېوادونو د پوځي وړتیاوو لوړول او د پوځي تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې د ګډو همکاریو او فعالیتونو زیاتول دي. د ترکیې د دفاعي صنایعو ادارې مشر حلوک ګورګون ویلي، دغه هوکړه‌لیک به د یادو څلورو هېوادونو د دفاعي صنایعو د پیاوړتیا، د ګډ تولید او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 15:12:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 19:41:20

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button