Economyافغانستانپښتو

په ۱۰ سکټورونو کې د پانګونې ۱۰۰۰ فرصتونه معرفي شول — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 19:20:17🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د هېواد پانګه والو او د خصوصي سکټور غړيو ته په ۱۰ سکټورونو کې د پانګونې ۱۰۰۰ فرصتونو د معرفي کېدو خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د خصوصي سکټور غړي د هېواد اتلان وبلل او ویې ویل چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله څو ځله لارښوونه کړې چې له هغوی سره نېک چلند وشي. عزیزي څرګنده کړې چې افغانستان هر کال شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالره واردات لري چې لویه برخه یې ماشین‌ آلات او خام مواد جوړوي چې دا موضوع په هېواد کې د پانګونې د ګڼو فرصتونو شتون څرګندوي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر په هېواد کې د ارزښت ځنځیر د بشپړولو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، ویلي چې اوس د صنعتي بدلون پر لور حرکت پیل شوی دی. هغه زیاته کړې چې د پانګونې د جلب او جذب لپاره د وزارتونو ترمنځ کمېټه جوړه شوې او د دې کمېټې له جوړېدو راهیسې تر اوسه د ۴۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزیر پانګه والو ته ډاډ ورکړی چې دغه وزارت پلان لري د پانګونې ۱۰۰۰ نور فرصتونه هم تحلیل او وارزوي. عزيزي د باکیفیته معیاري او مناسبو بیو لرونکو محصولاتو پر تولید د ټینګار ترڅنګ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پروګرامونه تشریح کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر عوایدو مالیه ټیټه ده. هغه له پانګه والو څ غوښتي، په هغو سکټورونو کې پانګونه وکړي چې افغانستان ورته اړتیا لري. دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي شهاب‌الدین ثاقب ویلي چې د افغانستان د آبادۍ او بیارغونې په لاره کې په رښتینولۍ سره د ګامونو په پورته کولو سره په بېلابېلو برخو کې ځان‌ بسیاینې ته رسېدل شوني دي. هغه پانګه والو ته ویلي چې په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره ده او د هغوی د پانګونې ګټې به د افغانستان ټولو خلکو ته ورسېږي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس خان‌ محمد فروتن د کسبګرو او دکاندارانو خونې رئیس شیرین‌ آغا سخي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال شېرزاد او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال محمد رفیع عظیمي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د پانګونې د ۱۰۰۰ فرصتونو د معرفي کولو نوښت هرکلی کړی او خپل ملاتړ او همکاري یې اعلان کړې ده. د یادونې وړ ده چې د پانګونې یاد شوي ۱۰۰۰ فرصتونه د «پرزنټېشن» له لارې په ۳۲ برخو او ۱۰سکټورونو کې ګډونوالو ته معرفي شوي دي.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 19:20:17

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په ۱۰ سکټورونو کې د پانګونې ۱۰۰۰ فرصتونه معرفي شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-21 16:24:56

په ۱۰ سکټورونو کې د پانګونې ۱۰۰۰ فرصتونه معرفي شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button