DevelopmentEnglishKabulافغانستان

روسیې یو امریکایي وګړی له څلور کلن بند وروسته خوشی کړ — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-22 04:19:08🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) ـ روسیې ۷۴ کلن امریکایي وګړی سټیفن هابارډ، چې د اوکراین لپاره د «اجیر جنګیالي» په توګه د فعالیت په تور زنداني شوی و، له څلور کلن بند وروسته خوشی کړی دی. الجزیرې راپور ورکړی چې هابارډ د چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۱مه) د روسیې له زندانه خوشی شوی دی. د راپور له مخې، دغه امریکایي وګړی څلور کاله مخکې زنداني شوی و، خو پرې لګېدلی تور یې رد کړی دی. سرچینې لیکلي چې د هغه خوشی کېدل روسیې ته د امریکا د ځانګړي استازي سټیو وېټکاف له سفر سره هم‌مهاله شوي دي. وېټکاف روسیې ته سفر کړی، څو د دغه هېواد له چارواکو سره د مسکو او کی‌یف ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل په اړه بحث وکړي. رویټرز لیکلي چې دا اقدام داسې مهال کېږي چې امریکا هڅې ګړندۍ کړي، څو روسیه یو ځل بیا له اوکراین سره د سولې د خبرو مېز ته راولي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-22 04:19:08

Timeline

  1. Pajhwok

    روسیې یو امریکایي وګړی له څلور کلن بند وروسته خوشی کړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 08:48:58

روسیې یو امریکایي وګړی له څلور کلن بند وروسته خوشی کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button