کابل (پژواک) – د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په تبت سیمه کې د ریښتر په کچه د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه زلزله د پنجشنبې په ورځ، د اکټوبر په ۲۲مه، د شپې شاوخوا ۱۰:۳۳ بجې په ځايي وخت د چین په سوېل لوېدیځه تبت سیمه کې رامنځته شوې ده. د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د ناګچو ښار د بېړنیو حالاتو د مدیریت ادارې له قوله راپور ورکړی چې د یادې زلزلې له امله د ۳۲ ټپیانو له ډلې د ۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ۲۱ نورو سطحي ټپونه اخیستي دي. د راپور له مخې، چینايي چارواکو د دغې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته د هغې د پایلو د مدیریت او زیانمنو کسانو ته د رسېدنې په موخه د بېړني غبرګون دویمه درجه فعاله کړې ده. د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز په یوه غرنۍ سیمه کې، د ناګچو ښار شاوخوا ۱۹۰ کیلومتره ختیځ ـ شمالختیځ او د تبت د مرکز لهاسا شاوخوا ۳۹۰ کیلومتره شمالختیځ ته موقعیت لري. ځايي چارواکو ویلي چې د زلزلې مرکز ته په نږدې کلیو کې د یو شمېر کورونو دېوالونه درزونه شوي او مرکز ته په نږدې یوه کلي کې لږ تر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په چین کې د زلزلې له امله ۱۶ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي