Sportsافغانستانپښتوغور

افغان ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه — Bakhtar

روان خبرSportsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-23 19:32:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې، د لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې هم بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې ۲ ـ ۲ مساوي پای ته ورسوله. د دغې لوبې پچه د بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په ګټه لوبډلمشر سهیل خان او امیر حمزه درې ـ درې او لطف‌الله محمدي دوه ویکټې واخیستې. افغان لوبډلې د بنګله‌دېش د ۲۲۰ منډو هدف په ځواب کې غوره توپوهنه وکړه او یاد هدف یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د افغانستان په ګټه طاهر سروري ناسوځېدلې ۶۷، سبحان‌الله ذاخیل ۶۰ او نعمان سالارزي ۲۴ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. طاهر سروري د دغې لوبې او سبحان‌الله ذاخیل د لوبلړۍ غوره لوبغاړي ونومول شول. په دې سره د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۲ ـ ۲ مساوي پای ته ورسېده. افغان لوبډله به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د کوربه عمان لوبډلې پر وړاندې د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-23 19:32:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    افغان ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-23 17:11:03

افغان ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button