KabulPoliticsافغانستانپښتو

د ‘ترکیې معارف بنسټ’ افغانستان کې د زده‌کوونکو شمېر لوړوي – BBC News… — Bbc

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-23 20:33:25🎙 راډیو واورئ

د عکس سرچینه، Türkiye in Mazar-e Sharif د افغانستان دولتي خبري اژانس(باختر) په یوه رپوټ کې ویلي، د ترکیې معارف بنسټ پلان لري چې په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي او د زده‌کوونکو شمېر له ۶ زرو ۸ زرو ته لوړ کړي. د دغه بنسټ مرستیال استازي پلازمېنې کابل ته څېرمه د میدان وردګو ولایت په افغان ـ ترک ښوونځي کې د ساینسي پروژو نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې بنسټ پلان لري د خوست او تخار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانیزي. په افغانستان کې د ترکیې معارف بنسټ مرستیال استازي، ابراهیم فاتح ګوچلو، وویل: "اوس مهال زموږ ښوونیز فعالیتونه د هلکانو لېسو، لومړنیو ښوونځیو او وړکتونونو برخه رانغاړي. دا مهال په ټول افغانستان کې له ۶ زرو څخه ډېر زده‌کوونکي لرو. موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکې کې دا شمېر له ۸ زرو څخه واړوو. همدارنګه، په خوست ولایت کې د یوه نوي ښوونځي د پرانیستلو لپاره هم هڅې روانې دي" په میدان وردګو ولایت کې د زده‌کوونکو له‌خوا د مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډرونونو او نورو نوښتګرو برخو اړوند ۲۵ علمي او ساینسي پروژې وړاندې شوې، چې د نوښت او خلاقیت د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دا لا روښانه نه ده چې د ترکیې ښوونیز بنسټ به له افغان زده‌کوونکو سره د دغه نوې ټیکنالوژۍ د ودې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-23 20:33:25

مهالوېش

  1. Bbc

    د 'ترکیې معارف بنسټ' افغانستان کې د زده‌کوونکو شمېر لوړوي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-10-23 11:02:30

د 'ترکیې معارف بنسټ' افغانستان کې د زده‌کوونکو شمېر لوړوي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button