Kabulافغانستانامنیتپښتو

د دفاع وزیر د بدخشان له سرحدي او ستراتیژیکو سیمو لیدنه وکړه — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-05 06:29:17🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد شمال‌ختیځو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د کران و منجان، د زیباک له توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه کړې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي محمدیعقوب مجاهد د خپل سفر پر مهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو هم لیدنه وکړه چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي. سرچینه زیاتوي د دې لیدنې پر مهال مولوي محمدیعقوب مجاهد د سرحدي ځواکونو د فعالیتونو او چمتووالي ارزونه وکړه، د هغوی هڅې یې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسوولیت دی. د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې ترسره شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-05 06:29:17

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د دفاع وزیر د بدخشان له سرحدي او ستراتیژیکو سیمو لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-05 10:54:46

د دفاع وزیر د بدخشان له سرحدي او ستراتیژیکو سیمو لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button