د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته، یو شمېر افغان کډوال وايي چې د دوی ستونزې زیاتې شوي او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنول کېدو وېره ورسره ډېره شوې ده. د راپورونو له مخې، یو شمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي یا د استوګنې د وضعیت له امله نیول کېږي او وروسته افغانستان ته ستنول کېږي. د کډوالو د وضعیت په اړه اندېښمن کسان ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې د اسنادو او وضعیت له بشپړې ارزونې پرته هم کډوال نیول کېږي. هغه افغان کډوال چې د پاکستان له نورو صوبو څخه ایستل شوي، یوه برخه یې خیبر پښتونخوا ته تللې او د خپلو خپلوانو په مرسته یې په بېلابېلو ښاري او کلیوالو سیمو کې په کرايي کورونو کې استوګنه غوره کړې ده. د کډوالو د چارو یو شمېر شنونکي وايي، د پاکستان تحریک انصاف د تېر صوبايي حکومت پر مهال د افغان کډوالو په اړه نسبتاً نرمه تګلاره موجوده وه. د دوی په وینا، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د کاروبارونو په برخه کې د ځینو محدودیتونو د عملي کېدو کچه کمه وه. خو شنونکي وايي، په سیمه کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو او په خیبر پښتونخوا کښې د ګونري حکومت له پلي کېدو وروسته، د فدرالي حکومت هغه تګلارې چې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي؛ د نیولو او ستنولو بهیر چټک شوی
سرچینې
External sources
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي؛ د نیولو او ستنولو بهیر چټک شوی