Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل «مظلوم» کندز ولایت ته د سفر پر مهال په شمال ختیځ زون کې له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال نوموړي د یادې قول اردو له قوماندان الحاج ملا شرافالدین تقي، مرستیال الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د کندوز والي ملا نصرالله مطیع، د بامیانو د امنیه قوماندان ملا حبیبالله او یو شمېر نورو مسوولینو سره وکتل. ملا محمد فاضل «مظلوم» د ۲۱۷ عمري قول اردو د بیارغونې چارې له نږدې وکتلې او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه یې خوښي څرګنده کړه. همدارنګه، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر د شمال ختیځ زون د ترانسپورټ له رئیسانو سره هم وکتل او د اړوندو چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه