KabulPoliticsافغانستاندری

لولا د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر وټاکل شو — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-26 05:12:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د برازیل اوسني ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې بریا خپله کړې او د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی. د راپور له مخې، لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا په دغو ټاکنو کې له ښي‌اړخي سناتور فلیپ بولسونارو سره سیالي وکړه او هغه ته یې ماتې ورکړه. په همدې حال کې، د امریکا ملي راډیو (اېن‌پي‌ار) په یوه راپور کې لیکلي چې لولا دا سیلوا د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۵۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی او د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر ټاکل شوی دی. لولا په ساو پاولو ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي چې دغو ټاکنو د انکار او دروغو ماتې څرګنده کړې ده. په همدې حال کې، بولسونارو د ټاکنو پایلې «د نه توجیه وړ» بللې او ویلي یې دي چې د دغو پایلو د باطلولو لپاره به اقدام وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-26 05:12:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    لولا د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر وټاکل شو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-26 09:38:49

لولا د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر وټاکل شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button