Englishافغانستانامنیتکندهار

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-10-26 19:02:01🎙 Listen to radio

کندهار (پژواک) – د کندهار ـ سپین‌بولدک پر لویه لاره د تخته‌پل ولسوالۍ اړوند په «تور کوتل» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته ویلي، چې دغه پېښه نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د فورنر او فیلډر موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، په فیلډر موټر کې سپرو څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د فورنر موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی. هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د فورنر موټر د چلوونکي د نیولو هڅې روانې دي.

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-26 19:02:01

Timeline

  1. Pajhwok

    کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-26 23:29:17

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button