Kabulافغانستانامنیتپښتو

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-05 12:48:22🎙 راډیو واورئ

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د ټي ټي پي له مشرتابه نه غوښتنه کړې، چې د خیبر پښتونخوا په خیبر، کورمه او اورکزیو ولسوالیو کې د جماعت الاحرار ډلې مرکزونه وتړي او د فعالیتونو مخه یې ونیسي. سرچینې وايي، چې «طالبان ددې ډلې له فعالیتونو ناخوښه دي». د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په تخار، کابل او هرات ولایتونو کې د جلا عملیاتو پر مهال له ۳۰ زرو څخه ډېر نشه‌یي ټابلیټونه، شاوخوا ۸۲ کیلوګرامه نشه‌یي توکي او چرس کشف او ضبط کړي دي. د وزارت په وینا، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې نږدې څلور زره نشه‌یي ټابلیټونه او څلور کیلوګرامه چرس نیول شوي، او د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم یو زر او ۴۵۹ نشه‌یي ټابلیټونه کشف او ضبط شوي دي. د دغو دوو عملیاتو په تړاو څلور کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، د تخار امنیه قوماندانۍ ځواکونو په یوه جلا عملیاتو کې د تالقان ښار د کلفګان، ملکیان او خطایان په سیمو کې اووه تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي او شاوخوا ۷۸ کیلوګرامه نشه‌یي توکي یې هم ضبط کړي دي. په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-05 12:48:22

مهالوېش

  1. AF International

    طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-05 09:43:24

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button