یوې ایټالوي مرستندویې ویلي، د طالبانو د ځینو غړو لوڼې هم په هغه پټ ښوونځي کې زدهکوونکې وې چې په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو له بندیز وروسته جوړ شوی و. د ایټالیا د «نووې کرینګ هیومنز» بنسټ مرستیالې مشرې سوزانا فیورتي، ایټالیايي ورځپاڼې «کوریره دلا سیرا» ته ویلي، په دغه ښوونځي کې درسونه په داسې خونه کې ورکول کېدل چې د ګنډلو ماشینونه پکې اېښودل شوي وو، څو د طالبانو د چارواکو د تفتیش پر مهال د ګنډلو د کارځای په توګه وپېژندل شي. د فیورتي په وینا، د ښوونځي تنظیموونکو شاوخوا دوه کاله وروسته وموندله چې د طالبانو د ځینو غړو لوڼې هم پکې زدهکړې کوي. هغې ویلي، د دغو نجونو کورنیو غوښتل چې لوڼې یې له محدودیتونو سره سره خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. فیورتي زیاته کړې، د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې یې بنسټ توانېدلی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د ښځو د زدهکړو او اقتصادي ملاتړ ځینې پروګرامونه روان وساتي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او ښځې یې هم پوهنتونونو ته له تګه منع کړې دي. ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
د طالبانو د ځینو غړو لوڼې هم په پټ ښوونځي کې زدهکړې کولې | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
د طالبانو د ځینو غړو لوڼې هم په پټ ښوونځي کې زدهکړې کولې | آمو ټلویزیون