KabulPoliticsافغانستاندری

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-05 16:01:07🎙 رادیو را بشنوید

نن (یکشنبه د چنګاښ څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح کابل ته راورسېدل. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ. عبدالرحمن راشد په دې کتنه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو میداني حضور او له خلکو سره مستقیمې لیدنې د افغانستان د وضعیت په اړه تر لیکلو راپورونو بشپړ انځور وړاندې کوي. هغه زیاته کړې؛ میلیونونه افغانان له کلونو راپدېخوا له خپل هېواده بهر ژوند کوي، خو اوس یې هم له افغانستان سره خپلې اړیکې ساتلې دي. نوموړي زیاته کړې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د مناسبو حل‌لارو موندل د انساني کرامت په ساتنه او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې افغانستان ته د ده د سفر موخه له نیږدې څخه د خلکو د ستونزو ارزونه او ورته رسېدنه ده. هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ز.کال له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د څرګندونو له مخې یې دا په نړۍ کې بې‌سارې کچه ده. هغه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-05 16:01:07

خط زمانی

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منابع

Afghan sources

AriananewsPS
2026-07-05 10:41:09

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button