Healthافغانستانپښتوکونړ

کونړ کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰… — Bakhtar

روان خبرHealthکونړ1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-28 21:47:07🎙 راډیو واورئ

Summary: د کونړ ولایت په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د ۱۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې. په جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ویلي چې د دغو روغتونونو ودانۍ به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي شفقت او لارښوونې پر بنسټ، د اسلامي امارت له بودیجې څخه په ۱۸ میاشتو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د نوموړي په وینا، د خاص کونړ ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون ودانۍ د ۶۰.۵ میلیونه افغانیو او د اسمار ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون ودانۍ د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.د یادونې وړ ده، چې د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شوې او هغوی به وکولای شي په خپلو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی پیدا کړي.

لنډ معلومات

ځایکونړ
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-28 21:47:07

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کونړ کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-28 10:37:42

کونړ کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button