Politicsافغانستانپښتو

د کډوالو او راستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په… — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-29 09:47:52🎙 راډیو واورئ

Summary: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د مقام د دفتر د رئیس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر کړی وو. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د وان ولایت مرستیال والي معراج توپل اوغلو او د مهاجرینو عمومي مدیر رفات چتین قیا په وان هوايي ډګر کې د یاد پلاوي هرکلی کړی او هغوی په یوه رسمي لیدنه کې د افغان کډوالو وضعیت، دوه اړخیزو همکاریو او د نامنظمې کډوالۍ د کمولو په اړه خبرې وکړې. افغان پلاوي په دغه کتنه کې د یاد ولایت له مرستیال والي غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستونزو په برخه کې له دغه پلاوي او مهاجرینو چارو وزارت سره همکاري وکړي او هغه هم د زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه. افغان پلاوي همدرانګه هلته د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه کړې او له ګڼ شمېر کډوالو سر یې خبرې کړې؛ د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-29 09:47:52

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کډوالو او راستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان کې د افغان مهاجرینو له مېشت‌غالي څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-29 06:57:11

د کډوالو او راستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان کې د افغان مهاجرینو له مېشت‌غالي څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button