مشهد کې د افغان ځمکپوهانو د تخصصي ظرفیتونو د جذب په موخه غونډه… — Bakhtar
Summary: د افغانستان اسلامي امارت په مشهد کې د جنرال قونسلګرۍ د افغانستان د ځمکپوهانو ټولنې له غړو سره غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د هغو افغان متخصصینو د ظرفیتونو د پېژندلو او جذبولو په موخه جوړه شوې وه، چې د رضوي خراسان په سیمه کې مېشت دي.د افغانستان د ځمکپوهانو ټولنه ۲۰ تنه فارغان لري، چې د کان پوهنې، ځمکپوهنې او تر ځمکې لاندې اوبو په برخو کې یې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زدهکړې کړې دي.ورته مهال په غونډه کې د یادې ټولنې په استازیتوب مصطفی انصاري د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه، چې جنرال قونسلګري او فرهنګي مرکز دې د دغو متخصصینو د جذب او هېواد ته د بېرته لېږدولو لپاره زمینه برابره کړي. نوموړي وویل، چې په یاده سیمه کې د دغو څانګو تر ۱۰۰ ډېر فارغان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي او لېوالتیا لري، چې په خپل هېواد کې خدمت وکړي.هغه زیاته کړه، چې دغه متخصصین غواړي د بنسټیزو پروژو او پراختیايي پروګرامونو په برخه کې د اړوندو سکټوري وزارتونو له پروژو سره یوځای شي.دغه راز د مشهد جنرال قونسل مفتی نورمحمد متوکل وویل، چې دغه قونسلګري د فرهنګي مرکز په همکارۍ هره اوونۍ په منظم ډول له بېلابېلو مهاجرو قشرونو، په ځانګړي ډول له مېشتو متخصصینو سره ناستې کوي او هڅه کوي، چې د متخصصینو او په هېواد کې د اړوندو وزارتونو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه کار وکړي.نوموړي د قوش تېپې کانال، ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ پروژې د هغو لویو پروژو په توګه یادې کړې، چې د کورنیو متخصصینو تر څارنې لاندې پلې کېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
مشهد کې د افغان ځمکپوهانو د تخصصي ظرفیتونو د جذب په موخه غونډه وشوه
منابع
Afghan sources
مشهد کې د افغان ځمکپوهانو د تخصصي ظرفیتونو د جذب په موخه غونډه وشوه