افغانستانامنیتپښتو

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله زیات… — Bbc

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-29 20:17:14🎙 راډیو واورئ

د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې وایي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۳۲۵ سلنه زیات شوی او تر څلورو برابره پورې لوړ شوی دی. دغه زیاتوالی د طالبانو له لوري د نشه‌يي توکو له منع کېدو وروسته د کښت د درې کلن نسبتاً ټیټه لړۍ بیرته بدل کړې ده. یاد بنسټ اټکل کړی دی چې سږ کال په افغانستان کې ۴۳ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه تر کوکنارو لاندې شوې ده، په داسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکتاره و. که څه هم د کښت کچه لاهم د ممنوعیت د مخکینۍ دورې په پرتله ډېره ټیټه ده ـ هغه مهال له ۲۰۰ زره زیاتو هکتاره ځمکې باندې خشخاش کرل کېدل ـ خو دا اداره وايي چې سږنی چټک زیاتوالی په دې برخه کې د پام وړ بدلون ښيي. په راپور کې راغلي دي: «په ۲۰۲۶ کال کې، داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو بندیز د تصفیې او ځوړ په حال کې دی.» د کوکنارو کښت د افغانستان له ۳۴ ولایتونوڅخه په ۱۶ ولایتونو لیدل شوی دی؛ چې دا د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي. د دغه راپور پر بنسټ، سږ کال…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-29 20:17:14

مهالوېش

  1. Amu TV

    ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت څلور برابره زیات شوی دی | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-29 10:24:55

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت څلور برابره زیات شوی دی | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button