د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې د ډیورنډ "فرضي کرښې" افغان اړخ ته دوه ماشومان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپي شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرګژوبله کرښې ته څېرمه په پراته 'خان اباد' کلي کې اوښتې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په ټپیانو کې یو تن سیمهییز اوسېدونکی او بل د "هارو" په نوم د مرستندویه موسسې کارکوونکی دی.
اطلاعات کوتاه
مکانننګرهار
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-29 21:30:10
خط زمانی
-
Bbc
د طالبانو حکومت: د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي دي
منابع
External sources
BbcPS
2026-10-29 14:07:07
د طالبانو حکومت: د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي دي