HealthKabulافغانستاندری

د يوناما مشرې تورخم کې د راستنېدونکو کمپ له یوه روغتیايي مرکزه لیدنه… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 07:30:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو عمري کمپ کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له هغه مرکزه لیدنه کړې چې د روغتیا نړۍوال سازمان يې تمويلوي. د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې پر خپله پاڼه لیکلي چې د دې لیدنې پر مهال د دغه سازمان کارکوونکو نوموړې ته راستنېدونکو ته د وړاندې‌کېدونکو روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل. رباب فاطمې د زیان‌منونکو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان رول مهم بللی او په دې برخه کې یې د دغه سازمان د هڅو ستاینه کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 07:30:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د يوناما مشرې تورخم کې د راستنېدونکو کمپ له یوه روغتیايي مرکزه لیدنه وکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-30 11:57:41

د يوناما مشرې تورخم کې د راستنېدونکو کمپ له یوه روغتیايي مرکزه لیدنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button