Summary: د افغانستان د کرېکټ لوبډلې نامتو ورو توپاچوونکی راشد خان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې ۲۰۰ وېکټې ترلاسه کوي. نوموړي دغه تاریخي ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دویمې شل اوریزې سیالۍ پر مهال ثبت کړ. راشد خان د سیالۍ په نهم اور کې د زیمبابوې لوبغاړی تادیواناشي ماروماني، چې یوازې یې دوه منډې کړې وې، وسوځاوه او خپله ۲۰۰مه وېکټه یې ترلاسه کړه.دغه ۲۸ کلن افغان لوبغاړي په ۱۲۰ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې دغه پړاو بشپړ کړی دی. نوموړي په دغو سیالیو کې د هرې وېکټې په بدل کې په منځنۍ توګه ۱۳.۹۶ منډې ورکړې او په هر اور کې یې د منډو منځنی شمېر ۶.۱۳ دی.راشد خان دوه ځلې په یوه سیالۍ کې پنځه وېکټې هم ترلاسه کړې دي، چې غوره لوبیزه پایله یې د درېیو منډو په بدل کې د پنځو وېکټو ترلاسه کول دي.د معلوماتو له مخې، د انګلستان ورو توپاچوونکی عادل رشید د ۱۷۱ وېکټو په لرلو سره د نوموړي تر شا په دویم مقام کې دی.د افغانستان او زیمبابوې په دې سیالۍ کې عظمتالله عمرزي هم د ۵۰ توپونو په لوبولو سره ۱۱۶ منډې جوړې کړې. نوموړي ۱۲ شپږیزې او پنځه څلوریزې ووهلې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰ وېکټې بشپړې کړې
سرچینې
Afghan sources
راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰ وېکټې بشپړې کړې