Sportsافغانستاندری

افغانستان د هانګ‌کانګ په شپږیزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه — Bakhtar

در حال تکمیلSports1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 22:02:05🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هانګ‌کانګ د شپږیزو سیالیو په ترڅ کې په یوه په زړه پورې لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپل سفر په بریا پیل کړ. په دې لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په شپږو اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه. افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي توپ، د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او سیالي یې وګټله. د افغانستان په ګټه فرمان‌الله ساپي په ۱۴ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې، لوبډلمشر ګلبدین نایب په ۱۰ توپونو ۳۱، کریم جنت په ۱۰ توپونو ۲۲ او صدیق‌الله پاچا په درېیو توپونو ۱۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. ټاکل شوې، چې افغان لوبډله سبا سهار ۵:۱۵ بجې د دغو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د عمان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

اطلاعات کوتاه

موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 22:02:05

خط زمانی

  1. Bakhtar

    افغانستان د هانګ‌کانګ په شپږیزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-30 11:51:04

افغانستان د هانګ‌کانګ په شپږیزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button