هانګ کانګ شپږ اوريز کرېکټ؛ اسټرالیا افغانستان ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه… — Bbc
د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د هانګ کانګ شپږ اوريز کرېکټ سیالیو پایلوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبه د مونګ کوک په مشن روډ لوبغالي کې وشوه. اسټرالیا د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په ځوابي لوبه کې افغانستان په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې لا پاتې وو، د دوو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او په څلورو وېکټو یې بریا یې خپله کړه. د افغانستان لپاره کریم جنت د ۱۳ منډو له جوړولو وروسته د یوه لوی شاټ لوبولو په هڅه کې کېچ اوټ شو. ورپسې لوبډلمشر ګلبدین نائب هم له پنځو توپونو د ۱۷ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد. خو فرمان الله ساپي (۲۶ ) او عمران میر ( ۵۳) د افغانستان لپاره خورا مهمه ملګرتیا وکړه او افغانستان یې بریا ته ورساه. له دې مخکې مکس براینټ ۴۴، جیک ووډ پنځه، نیک هابسن اته، الیکس راس ۱۰ او کریس ګرین د اسټرالیا لپاره یوه منډه وکړه. د افغانستان له اړخه دغو سیالیو کې ګلبدين نايب، کريم جنت، فرمان الله، صدیق الله پاچا، عمران مير او ننګيالی خان برخه اخیستې ده. جاک ووډ، مکس براینټ، نیک هابسن، الیکس راس، کریس ګرین، پیټریک ډولي، د اسټرالیا له لوري دې سیالیو…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
هانګ کانګ شپږ اوريز کرېکټ؛ اسټرالیا افغانستان ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه – BBC News پښتو
Sources
External sources
هانګ کانګ شپږ اوريز کرېکټ؛ اسټرالیا افغانستان ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه – BBC News پښتو