Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ۱۰۸ کورنۍ افغان مهاجرین را ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لړم میاشتې په ۹مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۱۹ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۹ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۷ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ پرون همدارنګه تورخم کې له ۵۱ کورنیو، سپین بولدک کې له ۳ کورنیو، هرات کې له ۳ کورنیو او کابل کې له ۳ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۴۶۴ مهاجرین او همدا راز د نیمروز له لارې ۶۹۶ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۲۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۱۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۱۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي