Politicsافغانستانبلخدری

بلخ کې د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه جوړه… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-01 22:22:11🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او قومي مشرانو له لوري د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو د درناوي او ارزښتونو د پېژندنې په موخه غونډه جوړه شوه، چې د دولتي ادارو مسوولینو، فرهنګیانو او ځوانانو پکې ګډون کړی و. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار په دې غونډه کې فرهنګ او ادبیات د ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او د ملتونو د پېژندنې له مهمو برخو وبلل او ویې ویل، چې د افغانستان فرهنګي او ژبنیز تنوع د دغه هېواد له مهمو ځانګړنو څخه ده. نوموړي زیاته کړه، چې د بېلابېلو قومونو ژبې، ادبیات، دودونه او فرهنګي ارزښتونه د افغانستان د ګډ فرهنګي هویت څرګندوی دي او د قومونو ترمنځ د یووالي او متقابل درناوي پیاوړتیا ته باید پاملرنه وشي. د غونډې نورو جوړوونکو او ویناوالو هم د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو پر تاریخي ارزښت خبرې وکړې او د دغې ژبې د ادبي اثارو پر پېژندنې، د لیکوالۍ د فعالیتونو پر پراختیا او د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. فرهنګیانو د دا ډول غونډو جوړول د افغانستان د ژبني او ادبي میراث د پېژندنې، د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د هېواد د بېلابېلو ژبو د ادبي شتمنیو د ساتنې لپاره مهم وبلل.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-01 22:22:11

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بلخ کې د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه جوړه شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-01 15:05:36

بلخ کې د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو د درناوي په موخه غونډه جوړه شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button