EconomyEnglishافغانستانهرات

اسلام‌ کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته… — Bakhtar

DevelopingEconomyهرات1 SourcesUpdated: 2026-11-02 10:32:07🎙 Listen to radio

Summary: د هرات سیمه‌ ییز مسوولین وايي چې پرون د اسلام‌ کلا په ګمرک کې د ترسره شویو ارزونو پر مهال ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته صادرونکو هېوادونو ته مسترد شوي دي. د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، چې په مسترد شویو توکو کې د پټرولو اووه ټانکره، د ډیزلو لس ټانکره، د هایدرولیک تېلو یو ټانکر، د برېښنايي جارو ماشینونو یو موټر، د نایلوني پوښ یو موټر او د توشکونو د پوښ یو موټر شامل دی.د نوموړي په وینا، د وارداتي توکو او وسایلو ارزونه د هغوی د کیفیت او له اړینو معیارونو سره د مطابقت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي او مسوولین هڅه کوي، چې بازار ته د غیرمعیاري توکو د ننوتلو مخه ونیسي.نوموړي زیاته کړې، چې د وارداتي توکو، په ځانګړې توګه د نفتي موادو د کیفیت څارنه ځانګړی اهمیت لري او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او اقتصادي زیانونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.په همدې حال کې، یو شمېر ښاریان وايي، چې د نفتي موادو او نورو وارداتي توکو د کیفیت ارزونه د بې ‌کیفیته توکو د عرضې په مخنیوي او د وسایطو او مصرفوونکو په خوندیتوب کې مهم رول لري.مسوولین وايي، د وارداتي توکو د کیفیت او معیارونو څارنه په بازارونو کې د معیاري او باکیفیته محصولاتو د عرضې زمینه برابروي.

Quick facts

Locationهرات
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-02 10:32:07

Timeline

  1. Bakhtar

    اسلام‌ کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته مسترد شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-02 10:28:40

اسلام‌ کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته مسترد شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button