کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې ۹،۳ میلیونه کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې ترلاسه کړې دي، خو د اګسټ میاشتې تر پایه د مرستو رسولو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۳۰ سلنه برابره شوې او لا هم ۱،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده. اوچا د ۲۰۲۶ میلادي کال د بشري اړتیاوو او ځوابویلو پلان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ تر اګسټ میاشتې پورې په افغانستان کې میلیونونو کسانو له بشري مرستو او خدمتونو ګټه اخیستې ده. د راپور له مخې، له یادو ۹،۳ میلیونه کسانو څخه ۵،۱ میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې او ۱،۴ میلیونه نورو بیا لږ تر لږه په درېیو بېلابېلو برخو کې له بشري خدمتونو ګټه اخیستې ده. خو اوچا د مرستو رسولو د دوام لپاره د مالي سرچینو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اګسټ میاشتې تر پایه یوازې ۵۱۳ میلیونه ډالر، چې د اړتیا وړ بودجې ۳۰ سلنه جوړوي، برابر شوي وو او د بشري پروګرامونو د پلي کېدو لپاره لا هم ۱،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره لا هم ۱،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده
Sources
Afghan sources
اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره لا هم ۱،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده