افغانستانامنیتپښتولوګر

لوګر کې غلو د یوه کور د لوټلو پر مهال د کور څښتن… — Pajhwok

روان خبرSecurityلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 11:17:05🎙 راډیو واورئ

پل‌علم (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې غلو د یوه کور څښتن وژلی او له کوره یې نغدې پیسې او سره زر غلا کړي دي؛ د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د محمدغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه کې شوې ده. سرچینه زیاتوي چې غلو ‎د لوټلو پر مهال د کور څښتن، استاد محمد عارف، وژلی او له کور څخه یې ۱۴۲ زره افغانۍ، ۳۵۰ یورو، ۹۰۰ امریکایي ډالر او یوه اندازه سره زر غلا کړي دي. د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي او د نورو احتمالي ښکېلو کسانو د پېژندلو او نیولو په موخه څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 11:17:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لوګر کې غلو د یوه کور د لوټلو پر مهال د کور څښتن وژلی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-03 15:40:17

لوګر کې غلو د یوه کور د لوټلو پر مهال د کور څښتن وژلی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button